پاکستان هرخت په هند او کشمیر کې د بشری حقونو څخه د سرغړونې په اړه د نړۍ پام راګرځولو غوښتنه کړې: شاه محمود قریشي

0
118

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د هند په رياست كرناټك كښې د رامخې ته شوې پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده او ویلي ی دې چې زمونږ اندېښنه اوس تر كشمير محدود پاتې نه شوه . هغه اوویل چې د كرناټك پېښه د دې ښكاره ثبوت دے چې هند د مسلمانانو او اسلام په اړه څه سوچ لري.
د شورؤ په ورځ د بی جے پی سرکار د ناروا پالېسيو له امله منطقې ته د پېښو خطرو په اړه په خپل يو بيان كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل چې مونږ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې لپاره د نړيوالې ورورولۍ پام پرله پسې را ګرځولو لپاره غوښته کړې ده چې د هند دې سرغړونو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه اوویل چې وزيراعظم څو څو وارې دا وئيلي دي چې مونږ ته د اسلامو فوبيا په زياتېدونكو رجحان سخته اندېښنه ده۔
هغه ووئيل په نيامې كښې د او آئي سي په 47 مه غونډه كښې پاكستان نه يوازې د اسلامو فوبيا د زياتېدونكي رجحان په ضد غږ پورته كړو بلكې د اسلامو فوبيا په ضد په متفقه توګه منظور شوې قرارداد هم پاكستان وړاندې كړو۔
د اې پي پي رپورټ مطابق ، قریشي اوویل چې تېره ورځ چې په كرناټك كښې څه شوي دي هغه په هندوستان كښې د مېشته مسلمانانو ضميرونو ته غږ كولو لپاره كافي دي۔
شاه محمود قرېشي ووئيل چې په 22/23 مارچ به د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد كښ د او آئي سي د خارجه كونسل 48 مه غونډه كېږي۔ په دې غونډه كښې به د فلسطين ٬ كشمير او اسلامو فوبيا مسئلو په شمول اسلامي نړۍ ته په پېښو چېلنجونو بحث كولې شي۔

Leave a reply