هرات کې د نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور ۳۰ کسه نیول شوي

0
116

هرات کې د نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور ۳۰ کسه نیول شوي

سرچینه وایي چې په بېلو ولایتونو کې د ورته کړنو د عاملینو او غیر قانوني فعالیتونو پر ضد د دوی عملیات دوام لري او پر خلکو یې هم غږ کړی چې به دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.

 

(2022 / 2 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امنیتي ادارې وایي په هرات کې یې ګڼ کسان نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور نیولي دي.

د هرات ځایي چارواکي وايي چې تېره میاشت یې په ګڼو عملیاتو کې شاوخوا دېرش کسان د نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور نیولي دي.

امنیتي ادارې وایي چې له یادو کسانو سره یې لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي او الکولي مشروبات نیولي دي.  سرچینه وایي چې په بېلو ولایتونو کې د ورته کړنو د عاملینو او غیر قانوني فعالیتونو پر ضد د دوی عملیات دوام لري او پر خلکو یې هم غږ کړی چې به دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.

Leave a reply