د ترکیې د مرستو لومړۍ جوپه هرات ته را ورسېده

0
34

د ترکیې د مرستو لومړۍ جوپه هرات ته را ورسېده

د ترکیې سرې میاشتې هم ویلي چې افغانستان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې یې همکارۍ دوامداره وي.

 

(2022 /  2 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د سرچینو د راپورونو له مخې د ترکیې د بشردوستانه مرستو د لومړۍ برخې رېل ګارډی د هرات تورغندۍ بندر ته را رسېدلی دی.

سرچینه وایي چې ترکیې له افغانستان سره ۷۵۰ ټنه توکو بشردوستانه مرسته کړې ده او ټینګار یې کړی چې خپلې مرستې به نورې هم ډېروي.

تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر ویلي وو، چې افغانستان ته به بشردوستانه مرستې لېږي.

د ترکیې سرې میاشتې هم ویلي چې افغانستان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې یې همکارۍ دوامداره وي.

Leave a reply