ایران افغانستان کې؛ پر برېښنا پانګونې ته چمتووالی ښوودلی

0
141

ایران افغانستان کې؛ پر برېښنا پانګونې ته چمتووالی ښوودلی

دواړو لورو همدا راز د کابل او تهران ترمنځ د انرژۍ او برېښنا په برخه کې د همکاریو پر ډېرولو هم ټینګار کړی دی. ایران داسې مهال په افغانستان کې پانګونې ته تیاری ښيي چې په وروستیو کې افغان حکومت بهرنیو پانګه والو ته د زمینې برابرولو ژمنه کړې ده.

 

(2022 / 2 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران وايي افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پاګونې ته تیار دي.

د ایران د انرژۍ وزارت یوه چارواکي د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له چارواکو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي.

ایراني رسنۍ وایي ایراني لوري په دې لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستو ته تیار دي او غواړي په دغه هېواد کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.

دواړو لورو همدا راز د کابل او تهران ترمنځ د انرژۍ او برېښنا په برخه کې د همکاریو پر ډېرولو هم ټینګار کړی دی. ایران داسې مهال په افغانستان کې پانګونې ته تیاری ښيي چې په وروستیو کې افغان حکومت بهرنیو پانګه والو ته د زمینې برابرولو ژمنه کړې ده.

اړوند موضوعات:

برېښنا شرکت: د نور الجهاد سب سټېشن   پراختیا تړون لاسلیک شوی

دوی پر بهرنیو پانګه والو غږ کوي چې راشي او په افغانستان کې دې په ډاډمنه فضا کې پانګونې وکړي.

Leave a reply