اسین نیوز: هند افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

0
186

اسین نیوز: هند افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی 

یاده ورځپاڼه وايي چې پاکستان ډېر وخت هند ته د بشردوستانه مرستو د لېږد اجازه نه ورکوي چې له همدې امله لا هم د هند لسګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې.

 

(2022 / 2 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسین نیوز انترنیشنل هندي ورځپاڼه وایي هندي چارواکي په دې لټه کې دي چې له افغانستان سره اوږدمهاله اړیکې ولري.

د سرچینې په خبره له همدې امله هند لېواله دی چې په افغانستان کې ديپلوماتیک ماموریت ولري او همدا راز له دغه هېواد سره په اړینو برخو کې بشردوستانه مرستې وکړي.

یاده ورځپاڼه وايي چې پاکستان ډېر وخت هند ته د بشردوستانه مرستو د لېږد اجازه نه ورکوي چې له همدې امله لا هم د هند لسګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې.

ورځپاڼه وایي هند هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې د افغانو تر څنګ پاتې شي او له دغه هېواد سره د لوږې په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.

Leave a reply