انس لۀ هېواد نه پۀ تللیو هېوادوالو غږ کړی چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي

انس لۀ هېواد نه پۀ تللیو هېوادوالو غږ کړی چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي
هغه ویلي، ټول هغه افغانان چې له هېواده تللي، بلنه ورکوي چې بېرته وطن ته راشي. حقاني ټینګار کړی دی چې پر هېڅ افغان یې جلا وطني پېرزو نه ده، دا وطن د ټولو ګډ کور دی او وطن ټولو کادرونو ته اړتيا لري.
(2022 / 2 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني له هېواده پر وتلیو افغانانو غږ کړی دی چې بېرته هېواد ته راشي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې دوی هېواد ته د هوایي ځواک د پیلوټانو پر بیا راتګ خوښ دي او هرکلی یې کوي.
هغه ویلي، ټول هغه افغانان چې له هېواده تللي، بلنه ورکوي چې بېرته وطن ته راشي. حقاني ټینګار کړی دی چې پر هېڅ افغان یې جلا وطني پېرزو نه ده، دا وطن د ټولو ګډ کور دی او وطن ټولو کادرونو ته اړتيا لري.
هغه څرګنده کړې ده چې اوس د وطن خدمت ته تر بل هر وخت شرايط ښه برابر دي نو باید په ګډه د هېواد د ابادۍ لپاره هلې ځلې وشي.
د ویلو ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو راهیسي په زرګونو کسان له هېواده وتلي چې ډېری یې مسلکي او پر کار پوه خلک دي.






