مونږ نه غواړو چې د پاکستان نوم بدنام شي: مفتی عبدالشکور

0
44

باغي ټي وي رپورټ
لنډیکوتل کې رسنیو سره خبرو اترو کې د جمعیت علمای اسلام فاټا امیر مفتی عبدالشکور ویلي دي چې مونږ نه غواړو چې د پاکستان نوم بدنام شي.
نوموړي اوویل چې تورخم یو بین المللي لار ده او نه غواړو چې دلته داسې یو کار وشی چې زمونږ نامه بدنامه شی ، مونږ غواړو چې د تورخم لار باندې کوم بد اثر و نه شي،هغه اوویل چې که تورخم لار بدنامه شی نو دا ملک به بدنام شی نو دوی نه غواړی دا سیمه او ملک بدنام شی او غواړی دلته یو رول ولوبوی چې دا ستونزه هواره شي.
هغه اوویل چې تورخم یو بین المللی لار ده دلته نه افغانستان ته او بیا منځنۍ ایشیا ته لار تللې ، په دې سیمه باید امن او تجارت ته وده ورکړل شی.
هغه اوویل چې مونږ غواړو چې د انتظامیه او د خوګا خیل قوم ترمینځ داسې مثبت رول ولوبوو چې ددوی دا ستونزه هواره شی او دا سیمه ترقي وکړي، دلته خلق حوشحال شي، هغه اوویل چې ددۍ سیمې خلق چې خوشحال وی نو دا ملک به ترقي وکړي او دلته به خوشحالي راشي.

Leave a reply