ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پوهنتونو د پرانیستل کېدو له پرېکړې هرکلی کړی دی

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پوهنتونو د پرانیستل کېدو له پرېکړې هرکلی کړی دی
د لوړو زده کړو وزارت دوه ورځې وړاندې وویل چې سر له نن چهارشنبه د هېواد په ګرمسیرو او د کب په میاشت کې بیا د هېواد په سړو سیمو کې د پوهنتونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیستل کېږي.
(2022 / 2 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مرستیالې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې دوی د پوهنتونو د پرانیستل کېدو له پرېکړې هرکلی کوي او په وینا یې تمه لري چې ټول محصلین وکړی شي خپلو زده کړو ته حاضر شي.
سرچینه وایي ملګري ملتونه ددې ملاتړي دي چې نجونې او هلکان خپلو زده کړو ته لاړ شي او په ډاډمنه فضا کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
د لوړو زده کړو وزارت دوه ورځې وړاندې وویل چې سر له نن چهارشنبه د هېواد په ګرمسیرو او د کب په میاشت کې بیا د هېواد په سړو سیمو کې د پوهنتونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیستل کېږي.
اړوند موضوعات:
هیواد کې د پوهنتونونو بیرته پیلیدو نیټې رسماً اعلان شوې
د حکومت دا پرېکړه د ځوانانو او عامو وګړو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده.





