د پیښور انتظامیه د عام اولس لپاره یو ښه ګام

باغي ټي وي رپورټ
د پيښور ډپټي کمشنر کيپټن (ر) خالد محمود به د نهې په ورځ د ماسپښين له 2 بجو نه تر 4 بجو پورې د ډي سي دفتر په استقباليه کې د خلکو ستونزې اوري.
د ډي سي پیښور نه جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې عام اولس دې په مقرر وخت د یاد شوي دفتر ته ځان راورسوي.
په دې لړ کښې که کوم وګړې د پيښور په حکومتي اداره کې کومه ستونزه لري نو هغه به هره سه شنبه ماسپښين دوه بجې د پيښور ډپټي کمشنر پيښور ته په خپله رجسټريشن کولې شي۔
په جاري شوي بیان کي وایی چې د د مازدیګر تر 04 بجو پورې د تلیفون له لارې خپل شکایت ثبت کولې شي.
د پيښور ضلعي انتظاميه له لوري دا پته جاری شوي چې وګړي دې د پیښور په خيبر روډ، د ډپټي کمشنر آفس کچهري پيښور کې خپل شکایت درج کړي.






