اسرایل اولس مشر دوبیی ته سفر کړې

د یو اې اې ولی عهد د اسرایل اولس مشر سره ستړي مشي کوي: فوټو، رایټر
باغي ټي وي رپورټ
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ د اسراییلو لومړنی ولسمشر شو چې متحده عربي اماراتو ته ی سفر وکړو.
ابوظبۍ ته په رسېدو د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د اسرائیلو له ولسمشر سره لیدنه وکړه.
د جیو نیوز رپورټ مطابق وروسته د اسرائیلو ولسمشر د متحده عربي اماراتو قومی امنیتي ځواکونو له مرستیال شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د ابوظبۍ له ولی عهد سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د نوې او مهمې ملګرتیا په اړه خبرې وکړې.
د اسراییلو ولسمشر وویل چې د اماراتي مشرتابه زړورتیا د ستاینې وړ ده او د شیخ محمد بن زاید په مننه منځنی ختیځ نوي دور ته داخلیږي.
د اسراییلو ولسمشر به دوبی کې د روان د نړۍ په میله کې د اسرایلو تالار لیدنه هم وکړه.






