د ضلع خیبر دوه ځوانان په ترکي کې مړه شوي دي

0
197

باغي ټي وي رپورټ
د تركيې په استنبور ښار كې په يوه كوټه كې د ګیس د جمع کیدو له كبله د دوو پاكستاني ځوانانو مړي اسلام اباد ته رسول شوي دي، دواړه مړه شوي كسان د باړې تحصيل اوسېدونكي عطاالله د ولايت خان زوي دي او بل ځوان رنړا خیل د جهانګیر زوی، د اکاخېلو باړې اوسېدونکی په خپله کوټه کې د ګیس جمع کیدو له وجهې ژوند له لاسه ورکړو او مړه شول.
د دې دواړو ځوانانو مړي د څه مودې لپاره د ترکیې په یوه روغتون کې پراته وو، چې وروسته د دوی د خپلوانو په غوښتنه د ترکیې او پاکستان د سفارتونو په همکارۍ د دوی مړي پاکستان ته رواړل شول.

Leave a reply