د بلوچستان آیالت کې د یوې چاودنې لۀ امله ۱۵ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
د بلوچستان آیالت کې د یوې چاودنې لۀ امله ۱۵ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
په ورته وخت کې د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، چې د افغانستان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
(2022 / 1/ 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د بلوچستان په پېشبوغي سیمه کې په یوه چاودنه کې پنځه تنه پاکستاني عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
دغه چاودنه پرون د دې ایالت په پېشبوغي سیمه کې رامنځته شوې ده.
تر دې مخکې په همدې ایالت کې د بلوڅ بېلتون پالو په برید کې لس پاکستاني عسکر وژل شوي وو او تر ۱۲ ډېر تپیان وو.
د پرونۍ چاودنې مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان منلی او ویلي یې دي چې په لسګونه پاکستاني عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته وخت کې د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، چې د افغانستان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارول کېږي.