په سیمه کې د اولس لپاره اسانتیاوې پیدا کولو لپاره کار کوو: سیکرټری سیفران
باغي ټي وي رپورټ
سيکرټري سيفران او ايم اين اے اقبال آفريدي د باړه 104 ونګ آريا قوم اکاخېل سيمه لوچيان باغ کلي کښې د اوبو سپلائي سکيم پرانسته وکړه۔
په دې موقع اقبال آفریدي اوویل چې په ټاکلي وخت به ددي پرمختیايي پروژې چارې بشپړې شي.
هغه اوویل چې د اولس سره کړې ژمنې به پوره کوم او ولس لپاره به ټولی اسانتیاوی برابری کړو.
نوموړي زیاته کړه به په وروسته پاتې سیمو کې به پرمختیایی پروژي پیل کړو , هغه زیاته کړه چې په سیمه کې به د اوبو اړتیاوې پوره کړو.
دستوره کښي د پبلک هيلتھ ايکسن رفيع الله، ايس ډي او اشرف خان، انجنئير رياض خان، د پي ټي آئي باړه سينئر کارکنانو او د سيمي مشرانو په ګنړ شمير کښي ګډون اوکړو۔
د سيمې خلقو, ځوانانو او مشرانو د ايم اين اے اقبال آفريدي څخه مننه اوکړه چې ددوی په سیمه کې د اوبو دې منصوبې پرانسته وکړه.