د ا.ا.ا چارو وزارت وايي چې امریکايي لوري سره مو د کنګل شویې شتمنۍ په اړه رغنده مذاکرات درلودل 

0
85

  د ا.ا.ا چارو وزارت وايي چې امریکايي لوري سره مو د کنګل شویې شتمنۍ په اړه رغنده مذاکرات درلودل 

بهرنیو چارو وزارت دغه درې ورځنی سفر د افغانستان لپاره له لاس ته راوړنو ډک بولي او ټینګار کوي چې دوی له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دغه ډول اړیکې به ادامه ولري.

 

(2022 / 1 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بهرنیو چارو وزارت د کنګل شوو شتمنیو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان پلاوي په اوسلو کې د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینه کاږي چې دغه خبرې رغنده وې او ژر به پایله ولري.

په اعلامیه کې راځي چې په دې مذاکراتو کې همدا راز د ښځو د حقونو، بشري حقونو د رعایت، ښوونځیو د پرانیستل کېدلو او نورو مواردو په اړه د نړیوالې ټولنې پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت دغه درې ورځنی سفر د افغانستان لپاره له لاس ته راوړنو ډک بولي او ټینګار کوي چې دوی له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دغه ډول اړیکې به ادامه ولري.

Leave a reply