د افغانستان بانک: نن یو ځل بیا ۳۲ میلیونه ډالره افغانستان راورسېدل 

0
80

د افغانستان بانک: نن یو ځل بیا ۳۲ میلیونه ډالره افغانستان راورسېدل 

د یاد بانک په خبره، دوی د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوي. دا په تېره یوه میاشت کې د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو درېمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را رسېږي.

 

(2022 / 1 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان بانک وایي چې د بشري مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نغدي مرستې بله کڅوړه هېواد ته را رسېدلې ده.

د یاد بانک په خبره، دوی د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوي. دا په تېره یوه میاشت کې د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو درېمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را رسېږي.

په دې وروستیو کې پر افغانستان د مالي فشارونو له امله اقتصادي وضعیت سخت ترینګلی شوی دی او تر اوسه پورې د یو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو په ګډون تر څلوېښت ډېرو امریکایي قانون جوړونکو د بایډن له ادارې څخه د افغانستان د مالي شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده خو واشنګټن په بېلو پلمو دا چاره ځنډولې ده.

Leave a reply