ا.ا.ا: مخالفین جدي ګواښ ندي؛ خو خنډونه باید ونۀ اوسي
ا.ا.ا: مخالفین جدي ګواښ ندي؛ خو خنډونه باید ونۀ اوسي
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر ستونزې را ولاړې شوې دي چې ان د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ترمنځ ورباندې ډزې او توپونه هم تبادله شوي دي خو مجاهد وایي چې پاکستان هم پوه شوی دی چې دا ستونزه نباید تر دې لویه او د همکاریو فضا خړه پړه کړي.
(2022 / 1 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د هېواد د څلورو کنجونو امنیت یې تر پوښښ لاندې دی او د نظام مخالفین ګواښونه نه شي جوړولی.
د نوموړي په خبره، که چېرته د نظام پر ضد څوک پورته کېږي نو ځپل کېږي به خو ټینګار کوي چې د ستونزو د حل او د نظام د لا پیاوړتیا لپاره لومړی د علماوو ناسته او وروسته ملي او د علماوو شوراګانې جوړېږي.
نوموړي د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دا ډېره مهمه موضوع ده او حل یې د حکومتونو کار نه؛ بلکې دا موضوع د ملتونو په عقلانیت پورې اړه لري نو د دغې موضوع د حل لپاره لومړی په کار ده چې ملتونه په ارام شي.
د مجاهد په وینا، دوی له ګاونډیو هېوادنونو سره ښې اړیکې غواړي ځانګړې توګه له ایران او پاکستان سره ځکه چې د ده په خبره، افغانستان له ایران او پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري نو د همدې پولې په اندازه ښو اړیکو او همکاریو ته هم اړتیا ده، پر همدې بنسټ مناسبه ده چې د تقابل سیاست پر ځای د همکارۍ پر سیاست تمرکز وشي.