خیبر سیاسی اتحاد د پاک افغان دوستي بس پیل کیدو په ضد احتجاج اعلان کړې

0
232

باغي ټي وي رپورټ
په لنډیکوتل کې نن د ګل په ورځ د خيبر سياسي اتحاد صدر شاه حسين په مشرۍ کښې يوه مهمه مشاورتي غونډه وشوه۔ غونډه کې د د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون وکړو .په غونډه کې د پاک افغان دوستۍ بس د پیل کیدو په اړه خبرې وشوې .
په دې غونډه کې سیاسی اتحاد مشر وویل چې د دې بس سروس له امله به ټوله سیمه په اقتصادي لحاظ سخته اغېزمنه شي چې له امله به یې ټوډي موټرونه، فلاینګ کوچونه، مزدوران، هوټل مالکان او د دوکاندارانو کار بداغیزمن شي. د خیبر سیاسي اتحاد به د اتوار په ورځ 30/01/2022 د سهار لس بجې په باچا خان چوک لینډي کوتل کې د دې خلاف په پراخه کچه احتجاج کوي. د جاری شوی یو بیان مطابق په دې احتجاج کې ټولو خلقو د ګډون کولو دعوت ورکړې دې.

Leave a reply