د اقینې بندر له لارې صادارت او وارداتو کې کموالی راغلی

0
107

د اقینې بندر له لارې صادارت او وارداتو کې کموالی راغلی
د دې خونې مرستیال عبدالرشید غیاثي ویلي، د یاد ولایت د سوداګرو واردات لکه اوړه، غوړي، تېل، ګاز او نور الکترونیکي وسایل دي او شیرین بویه، ممیز، پیاز او کچالو د اقینې بندر له لارې صادرېږي.

 

(2022 / 1 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د اقینې بندر له لارې صادرات او واردات د تېر کال د لومړیو میاشتو په پرتله ۴۰ سلنه کم شوي دي.

د دې خونې مرستیال عبدالرشید غیاثي ویلي، د یاد ولایت د سوداګرو واردات لکه اوړه، غوړي، تېل، ګاز او نور الکترونیکي وسایل دي او شیرین بویه، ممیز، پیاز او کچالو د اقینې بندر له لارې صادرېږي.
د ښاغلي غیاثي په وینا، ترکمنستان، ترکيې او ځینو نورو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته د اقینې بندر له لارې صادارات او واردات کېږي.
نوموړي زیاته کړه، که له بانکونو د افغان سوداګرو د پیسو ترلاسه کولو ستونزه ختمه شي، سوداګري به د پخوا په څېر بېرته ښه شي.

Leave a reply