د نوي ټاکل شوو بلدیاتي نمایندګانو مهمه غونډه شوې

0
198

باغي ټي وي رپورټ
د جمرود د وزير ډنډ حاجي حکيم جان په حجره کې د نوو ټاکل شوو بلدياتي نمائندګانو يوه ګډه غونډه وشوه چې پکې د کټیاخېلو قوم د بېلا بېلو قومونو خلکو په ګڼ شمېر کې ګډون وکړ.
غونډې ته د جمرود ټاون 1 چیئرمېن، چیئرمېن ټاون 6 عنایت آفریدی، چیئرمېن میان جان، محمد صاحب، حبیب الرحمان، میرزاعلی، شاهد علی، عمر جان او نورو اوویل چې حکومتی اداری او چارواکي باید ددي سیمې د ستونز په اړه د محلي ادارو نوي ټاکل شوي استازو
سره مشوره او خبرې اترې کړي.
نوو ټاکل شوو نمایدګانو اوویل چې د ملک ازم او د نورو مشرانې نظام نه شي چلېدای ځکه چې هر نارینه او ښځه د کټیاخېلو د قوم په وسایلو کې مساوي حق لري، هېڅوک حق نه لري چې د قوم د مشر په نوم د کټیا خېلو له وسایلو او زمکو زیاته حصه یا پیسې تر لاسه کړي.

Leave a reply