ایف آر پیښور کې چاودنه شوې، د یو خاندان ۴ کسان وژل شوي
باغی ټي وي رپورټ
د ایف آر پېښور، دره آدم خیل حسن خېلو په لرې پرته غرنۍ سيمه ګلو تنګي کې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او يو ټپي شوي دې.
د یو ځای خبریال مطابق وژل شوي کسان ۳۵ کلن حبیب الرحمن، ۱۰ کلن صدیق د حبیب الرحمن زوی، نوید د حبیب الرحمن زوی ۳ کلن، فلزي بي بي عمر ۲۶ کاله او رحمان شامل دي چې په ځای مړه شوي دي.
ويل کيږي چې دغه کورنۍ د مانسهرې ضلعې د اوګي سیمې سره تړاو لري او له ډيرې مودې راهيسې په دې سيمه کې اوسيږي او څاروي ساتی.
د سرچینو مطابق دولس کلن ګلاب په نازک حالت کې د پيښور هسپتال ته رسول شوی دی، د ځايي پولیسو په وینا د چاودیدونکو توکو د چاودلو په اړه پلټنې روانې دي په داسې حال کې چې ځینې رسنۍ دا سیمه د دره ادم خیل سیمه ښودلې، خو دا سیمه د حسن خیلو سب ډویژن برخه ده.