د بازار ذخه خیلو ځوانانو د پولیو کمپاین څخه د بایکاټ کولو ګواښ کړې

0
195

باغي ټي وي رپورټ
په لنډي کوتل پريس کلب کښې يوي خبري غونډي ته په وینا کې د بازار زخه خېلو ځوانانو امير محمد الف خان شېرخېل وحيدالله او محمد شاه وويل چې د دوی پلارانو رونړو په خېبر خاصه دار فورس کښې نوکري وې او د فاټا انضمام په وخت ورسره وعدې شوې وې چې د دوی دندې به د خیبر پولیس ځواک ته بدلولو سره بحال شي پداسې حال کې چې درې یا څلور کاله وروسته هم د دوی دندې نه دي بحال شوي.
نوموړي د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان او نورو اړوندو ادارو نه غوښتنه وکړه چې د دوی پلارانو رونړو دندې دې بحال کړي، هغوی ګواښ وکړو چي که دندی ب بحال نه کړې نو دوی به د پوليو کمپاين څخه بايکاټ وکړي او د بلدياتي انتخاباتو څخه به د بايکاټ اعلان وکړي .ح

Leave a reply