لنډیکوتل کې ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي دي

0
190

باغی ټي وي رپورټ
ځايي سرچينې وايي، د لنډي کوتل سيمې ميرداد خېل، شماز ګل کلي پير يان خېل او نورو کليو کې تر ٢٠ زيات ماشومان په شري اخته شوي دي.
د تفصيلاتو ترمخه په لنډي کوتل کې د ژمې په موسم کښې د ميرداد خېلو په مختلفو کليو کښې شل نه زيات ماشومان د شري په مرض اخته شوي دي ، ددي تصدیق اخترعلي شینواري چې د لنډیکوتل فلاحي تنظمی مشر دې هم کړې دې، نوموړي د عامې روغتيا رياست له لوړپوړو مسوولينو غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې د شري ناروغۍ د کنټرول لپاره او د ناروغه ماشومانو د درملنې لپاري د ډاکټرانو يو ټيم ولېږي چې ددې ماشومانو علاج وکړي.

Leave a reply