په لنډیکوتل کې د بارانونو وریدو له وجهې کورونه نړیدلي

0
41

باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل په دلخاد سیمه کې د زیات باران وریدلو له وجهې د وحید په نوم د یوه بې وزله مزدور د کور دیوال نړېدلی خو د کور خاوند او ماشومانو ته ی مرګ ژوبله نه ده پیښه شوې.
په یو بله پیښه کې د لنډیکوتل په عالم خانو سیمه کې یو د رب نواز نومي یو تن د کور دیوال نړيدلي دي خو د مرګ ژوبلې رپورټ نه دې ورکړې شوې.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې زيانمن شوې کورنۍ ډېره بې وزله ده، نو د پي ډي ايم اې ضلعي انتظاميه او نور لوړپوړي چارواکي دې له زيانمنو شويو کورنيو سره پوره مالي مرسته وکړې چې د کور دېوالونه بیا جوړ کړې شي.

Leave a reply