په ټرکونو غلو او د لارې شوکمارو ډزې کړي دي
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه کې د افغانستان په لور روان د تجارتی مال څخه ډک ټرک باندې غلو ډزې کړي دی.
د سرچینو مطابق په باړه متني روډ د عزيز مارکيټ سره نزدې په دوه ګاړو ډاکوانو او د لارې شوکمارو ډزي اوکړي .
د سرچینو مطابق ډزو شوکمارو هغه وخت پیل کړې چې ددوؤ ګاړو ډریورانو ټرکونه و نه درول , سرچینی وایی چې د الله په فضل په ګاړو کې ناست کسان او ډرایوران بچ شوی دي.
سرچینې وایی چې د پیښې ځای ته هیڅ کوم پولیس نه دي راغلي, سوداګرو اتحادیی او ډرایورانو د چارواکو څخه عوښتنه کړې چې په دي سیمه کې دې د غلو او د لارې شوکمارو په ضد عملیات وکړی او دوی دې ونیسې چې ځایی خلق او نور سوداګر او د ټرکونو مالکان ددوی شر څخه بچ شي .