ترکیه د طالبانو بشپړ دفاع کوي؛ د ترکیې سفیر: موږ به د طالبانو پر وړاندې هیڅ ډول بغاوت ته اجازه ورنکړو چې

ترکیه د طالبانو بشپړ دفاع کوي؛ د ترکیې سفیر: موږ به د طالبانو پر وړاندې هیڅ ډول بغاوت ته اجازه ورنکړو چې
همدارنګه د ترکیې سفیر په افغانستان کې د ترکانو د امنیت د تامین له امله د ا.ا.ا څخه مننه وکړه او ویې ویل چې ترکان له افغانانو سره تاریخي اړیکې لري او افغانانو د ازادۍ په مبارزه کې له ترکانو سره مرسته کړې ده.
(2022 / 1 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې سفیر سفیر لۀ سراج الدین حقاني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی به خپل هېواد کې هېچاته د ا.ا.ا پر ضد تبلیغاتو ته اجازه ورنکړي.
همدارنګه د ترکیې سفیر په افغانستان کې د ترکانو د امنیت د تامین له امله د ا.ا.ا څخه مننه وکړه او ویې ویل چې ترکان له افغانانو سره تاریخي اړیکې لري او افغانانو د ازادۍ په مبارزه کې له ترکانو سره مرسته کړې ده.
هغه وویل، «ترکیه به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد پاڅون وکړي.» له بلې خوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترکیې له بشري مرستو مننه وکړه او هغه یې د مسلمانانو لپاره یو مهربان هېواد وباله.
په کابل کې د ترکیې د سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نهدي پېژندلي.





