په تاریخي لنډیکوتل بازار کې نن بیا اولس احتجاجي مظاهره کړې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خيبر په مرکزي سیمه لنډي کوتل بازار کښي نن سياسي مشرانو، سوداګرو او ځایی اولس لنډیکوتل ګرډ سټيشن او ټیسکو ادارې له اړخه د بجلئ ظالمانه لوډشيډنګ په ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
د جماعت اسلامي مشر سيد مقتدر شاه آفریدي، کلیم الله شینواری، حاجي شاه محمد شینواری. د سوداګرو اتحاديې مشر حاجي جعفر شینواري او نورو مشرانو احتجاجي مظاهره کوونکو ته په وینا کې کې اوويل چې په لنډي کوتل کې دې ظالمانه لوډشيډنګ ختم شي او د حکومتې لارښوونې دې قدر وکړي شي او ددې سیمو خلقو ته دې په ۲۴ ګهنټې کې ۶ ساعته بریښنا راپریښودل شي.
مشرانو اوویل او د ټیسکو اهلکارو باندی ی سخت ټکونه وکړل ، مشرانو اوویل چې د ټیسکو له خوا د ناقص پاليسئ له وجي د لنډي کوتل مختلفو سيمو کښي 48 ساعته او دې نه هم زیات بریښنا نه وی، هغوی غوښتنه وکړه چې د لنډیکوتل خلقو سره دې دا ظلم او زیاتې بند کړې شي.






