ترکیه وايي چې دغۀ هېواد کې د افغانستان ضد تحرکاتو ته اجازه نۀ ورکوو

0
103

ترکیه وايي چې دغۀ هېواد کې د افغانستان ضد تحرکاتو ته اجازه نۀ ورکوو

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، دوی د هغو کسانو په بېرته راګرځولو کې همکاري کوي چې د وروستیو تحولاتو په لړ کې ترکیې ته تللي دي.

 

(2022 / 1/ 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ترکیه وایي په خپل هېواد کې د افغانستان د نوي حکومت پر ضد حرکت ته اجازه نه ورکوي.

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، دوی د هغو کسانو په بېرته راګرځولو کې همکاري کوي چې د وروستیو تحولاتو په لړ کې ترکیې ته تللي دي.

د نوموړي په خبره دا چې افغان حکومت عمومي عفوه اعلان کړې ده، نو ترکي لوری هم غواړي چې په ترکیه کې مېشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ترکي سفیر همدا راز ویلي، چا ته اجازه نه ورکوي چې په ترکیه کې د افغانستان او یا د اوسني حکومت پر ضد تحرکات رامنځ ته کړي.

ترکیې تر دې وړاندې هم د افغانستان له نوي حکومت سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

Leave a reply