وزیراعلی ټیسکو ته د قبایلي سیمو په اړه مهمه سپارښتنه کړې

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د قبایلي الیکټرک سپلائی کمپنۍ (ټیسکو) چارواکو ته هدایت کړی چې د قبایلي ضلعو خلکو ته د بجلۍ بې له ځنډه سپلائی یقیني کولو لپاره د لنډ مهاله بریښنا لیږدونې یو جامع سیسټم په کلکه جوړ کړي. د اوږدمهاله پلانونو د پلي کولو لپاره به اړوند اداره ټول موجوده وسایل چمتو کړي.
نوموړي د ټېسکو چارواکو ته دا هدايات هم وكړل چې په قبائيلي ضلعو كښې د فيډر په كچه د لوډشيډنګ لپاره يو باضابطه شيډول جوړ كړي چې د هغې په سمه توګه عمل درآمد وكړي او د لوډشيډنګ كمولو لپاره ضروري ګامونه پورته كړې شي۔
هغه وويل که په قبائيلي ضلعو کې دا مهال د بجلۍ لوډشيډنګ ختمولې نه شي خو د ښه انتظام او د موجودو وسيلو په استعمال سره په دې کې کمې راوستلې شي.






