امریکا وایي له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دي

امریکا وایي له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دي

خو امریکا وايي د دوی بندیزونو بشردوستانه خدماتو او مرستو ته هېڅ راز خنډ نه دی جوړ کړی او کوم بنسټونه چې په دې برخه کې ستونزه لري دوی یې د ستونزو حل کولو ته ژمن دي.

 

( 2022 /  1 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دوی په دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او له افغانستان سره د کرونا واکسین د ورکړې شوې ژمنه هم عملي کوي.

بلینکن وایي چې دوی له افغانستان سره د یو میلیون دوزه واکسین د ورکړې ژمنه کړې وه او هڅه کوي چې د کو واکس پروګرام له لارې پاتې واکسین هم افغانستان ته ولېږل شي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د افغان شتمنیو د کنګل کولو له امله د نړیوالو له سخت فشار سره مخ ده.

اړوند موضوعات: 

امریکا وايي چې لۀ افغانستان سره خپلې بشري مرستې لا ډېروو 

خو امریکا وايي د دوی بندیزونو بشردوستانه خدماتو او مرستو ته هېڅ راز خنډ نه دی جوړ کړی او کوم بنسټونه چې په دې برخه کې ستونزه لري دوی یې د ستونزو حل کولو ته ژمن دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *