د جنوبي پنجاب صوبې په اړه د وزیرخارجه یو مهم اعلان

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مرستیال مشر مخدوم شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ د اپوزیسیون ټولو مشرانو ته بلنه ورکړه چې د جنوبي پنجاب صوبې د جوړولو لپاره د یوې موافقې او د هڅو ملاتړ وکړي.
په خپل ټویټر پانړه د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په دې لړ کې د اساسي قانون ترمیم د ټولو سیاسي ګوندونو یووالي ته اړتیا لري ، هغه اوویل زه د ټولو اپوزیشن مشرانو ته ښه راغلاست وایم چې د جنوبي پنجاب د خلکو د اوږدې مودې غوښتنې ته لومړیتوب ورکړي.
د بهرنیو چارو وزیر وایی چې مونږ باید په ګډه د جنوبي پنجاب لپاره د ځان له صوبې جوړولو لپاره د اساسي قانون د ترمیم په منظورۍ سره موافقې ته ورسیږو.






