د خیبر پښتونخوا د کرونده ګرو لپاره د صوبای حکومت یو مهم ګام

0
140

باغی ټي وي رپورټ
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کروندګرو لپاره د کارډ له لارې نغدي مرستې ورکول پیل شوي دي چې دا به په دې صوبه کې د کرونده ګرو او د غلو د پیداوار او د بیعې په اړه یو ډیر مثبت اغیزه ولري.
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسنیو یو بیان او تصویرونه خپاره کړي دي .
په بیان کې وایی چې د کرونده ګرولپاره د نغدو پیسو ورکول به په د خوراکي توکو او ددوي په تولید باندې مثبته اغیزه ولري او د مقامي تولیداتو د زیاتوالی په وجه به په دې صوبه او په کلیو کې د خوراکي توکو بیې هم راټیټې شي چې دې سره به عام اولس ته ډیره زیاته ګټه په لاس راشي.

Leave a reply