د پيښور یو انتظامي افسر یوه غریبه بوډې ښځه شلټر هوم ته رسولې

باغي ټي وي رپورټ
د پيښور ایډيشنل ډپټي کمشنر ريليف عمران يوسفزئي تیره شپه د بډهه بیرې په سیمه کښي د سړک په غاړه يوه غريبه ښځه د پجګي روډ شيلټر هوم ته رسولې ده، انتظامیه افسر دا بوډې ښځه د شپې په نظر راغله او په بیړني توګه ی د صوبای حکومت جوړکړې شوي پناه ګاه ته ورسوله.
د پيښور ایډيشنل ډپټي کمشنر ريليف عمران يوسفزئي په پجګي روډ شيلټر هوم کښي يوي بوډئ زنانه او نورو غريبانو ته شپې استوګنه او خوراک هم ورکړو۔
په دي موقع د پيښور ايډيشنل ډپټي کمشنر ريليف عمران يوسفزئي اوويل چي د پيښور او نورو سيمو د غريبو يتيمانو او کونډو سره به هر قسمه ممکنه مرسته کولے شي چي د دوي ستونزې کمې کړې شي.






