د ډي سي خیبر په دفتر کې د پولیو په اړه مهمه غونډه شوې

0
138

باغی ټي وي رپورټ
د ډپټي کمشنر ضلع خيبر منصور ارشد په لار ښوونه د پوليو مخنيوي مهم په اړه د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر (جمرود) عبدالقيوم په مشرۍ کښې یوه مهمه غونډه وشوه.
د ډي سي خیبر دفتر څخه جاري شوي یو بیان مطابق په دې غونډه کې دپوليسو، ريسکيو، دصحت څانګي، پوليو او نورو چارواکو ګډون وکړو.
غونډې ته د جنورۍ په 24مه نېټه د پوليو مخنيوي مهم پلان، د پوليو نه انکاري والدينو او د تحصيل په کچه د کمپاين په لړ کې د ورپېښو ننګونو په اړه د تګلارې په اړه بريفنګ ورکړل شو.
د بیان مطابق د ضلعي انتظامئي تر څارنې لاندې د صحت محکمي تر سيوري لاندې د پوليو مخنيوي مهم انتظاماتو له ختمي شکل ورکړې شوې دې.
د پوليو ټيمونه به د کمپاين په ترڅ کې کور په کور ماشومانو ته واکسين ورکړي تر څو هيڅ کوم ماشوم د واکسين څخه بې برخې پاتې نه شي او د تل لپاره له معيوبيت څخه وژغورل شي.

Leave a reply