د پيښور تاریخي او پخواني ځایونو د بیارغونې او دښایسته کولو چارې بشپړ شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د مرکزي ښار پیښور عجایب ګهر د ښایسته کول،بیا رغولو چارې بشپړ شوې دي.
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسنیو دا بیان خپور کړې دې چې د خېبرپښتونخوا د لرغونپوهنې او عجائباتو رياست په پيښور کې په دريو مشهور لرغونو آثارو ميوزيم، ګورګټړي او سيټي هاؤس د بیا رغونې او د ښایسته کولو لپاره هڅې او چارې پیل کړي دي چې دلته شپې په وخت هم سیلګري وده مومي او دلته سیلانیان راشي.د رپورټ مطابق د دغه لرغونو ځايونو د روښانولو ،بیا رغونې او د ښایسته کولو چارې بشپړې شوې دي.
په رپورټ کې زیاتوي چې دا تاریخ ځایونو به یو ځل بیا ډیر زر د سيلانيانو په مخ پرانستل شي.






