د الجزیره ټلویزیون د راپور پر بنسټ؛ کابل کې د زرګونه روږدو کسانو درملنه روانه ده
د الجزیره ټلویزیون د راپور پر بنسټ؛ کابل کې د زرګونه روږدو کسانو درملنه روانه ده
سرچینه کاږي چې د نشه يي توکو د روږدو د درملنې یو مرکز چې د ۳۵۰ کارکوونکي او د زرو کسانو د درملنې ظرفیت لري، دمګړی د شاوخوا ۳۵۰۰ معتادینو په درملنه بوخت دی.
(2022 / 1 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې په نشه يي توکو د زرګونه روږدو کسانو درملنه روانه ده.
الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه يي توکو ستر تولیدوونکی هېواد دی، خو دغه آفت یې د خپلو وګړو لمن هم نیولې ده.
په راپور کې راځي چې یوازې په پلازمینه کابل کې زرګونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې کورونه نه لري او تر ډېره د کابل سیند تر پلونو لاندې ژوند کوي.
په راپور کې راځي چې نوي حکومت بیا زرګونه دغه معتادین راټول کړي او درملنه یې روانه کړې ده.
سرچینه کاږي چې د نشه يي توکو د روږدو د درملنې یو مرکز چې د ۳۵۰ کارکوونکي او د زرو کسانو د درملنې ظرفیت لري، دمګړی د شاوخوا ۳۵۰۰ معتادینو په درملنه بوخت دی.
اړوند موضوعات:
عمري: کابو درې نیم میلیونه کسان پۀ هېواد کې پۀ نشه يي توکو روږدي دي
بلخوا دې رسنۍ ته بیا افغان چارواکو ویلي چې د روږدو د درملنې په برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.