د روسیې ولسمشر د افغانستان اړوند د پاکستان لومړي وزیر سره خبرې کړې دي 

0
203

د روسیې ولسمشر د افغانستان اړوند د پاکستان لومړي وزیر سره خبرې کړې دي 

عمران خان ویلي چې ده له پوتین سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر ازادولو، له افغانانو څخه د نړیوالو پر ملاتړ او په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

 

(2022 / 1 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

عمران خان ویلي چې ده له پوتین سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر ازادولو، له افغانانو څخه د نړیوالو پر ملاتړ او په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

عمران خان پر داسې مهال له پوتین سره د افغانستان په اړه خبرې کوي چې نن دغه هېواد یو ځل بیا پر کونړ ولایت توغندویي بریدونه کړي دي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د یادونې ده چې پاکستان د دغه بریدونو د بندولو په تړاو د افغانستان له جدي اعتراضونو سره سره په وقفه‌ای ډول خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

Leave a reply