ضلع خیبر کې به د پولیو ضد کمپاین د ۲۴ جنورې څخه پیل شي

0
125

باغی ټي وي رپورټ
په خېبر ضلع کښې به د پوليو اووه ورځنې مهم د جنورۍ په 24مه نيټه شروع کيږي ، د خېبر ايډيشنل ډپټي کمشنر نور ولي خان په یو بیان کې ویلي دي چې ددې کمپاین لپاره ټول انتظامات نیول شوي دي.
په دې لړ كښې د ډپټي کمشنر په دفتر كښې د ايډيشنل ډپټي کمشنر خيبر نور ولي خان په مشرۍ كښې يوه غونډه وشوه۔ غونډه كښې د ضلعې صحت مشر ډاكټر قاسم عباس، د صحت څانګې ډاكټر شمس، ډاكټر شېرامين، تحصيل ميونسپل افسر لنډي كوتل شهباز خان، پوليو او د تعليم څانګې نورو چارواكو ګډون وكړو۔
پوليو چارواکو د پوليو مخنيوي مهم لپاره د کړیو انتظاماتو، د پوليو نه انکاري والدينو او نورو مسلو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړو، د ډي سي دفتر بیان مطابق په دې مهم کې به د ۲ لکو او د ۱۰ زره د ۵ کالو څخه کم ماشومانو ته به د دوي په کور د پوليو څاڅکي ورکولي شي.

Leave a reply