مشترم خان د مهمند پریس کلب صدر وټاکل شول

باغي ټي وي رپورټ
د مهمند پریس کلب کلنیزې ټاکنې ترسره شوې، مشترم خان صدراو ګل محمد مومند جنرل سیکرټري وټاکل شو.
د مهمند پريس کلب د کال 2022 لپاره ټاکنې ترسره شوې،
کلنۍ ټاکنې د دوه کسيزې کمېټې تر څارنې لاندې ترسره شوې چې په کې د سينير خبريالانو شاه نواز خان او حيران مومند شامل وو.
د ټولو ۲۶ غړو څخه ۲۲ خبریالانو خپلې رایې وکارولې.
د ټاکنو د پایلې مطابق مشترم خان صدر، سعيد بادشاه سينئر نائب صدر، محب علي محب نائب صدر، گل محمد مومند جنرل سيکرټري، اسماعيل خان جوائنټ سيکرټري، خان الله مومند سيکرټري فنانس او ابوذر خان آفس سيکرټري وټاکل شول.په دي موقع د مهمند بار ايسوسي ايشن صدر رشيد احمد ايډوکيټ، د پيپلز پارټي جنرل سيکرټري فضل هادي، سماجي کارکن مير افضل مهمند او ملک جهانزيب خان مهمند پشمول نور کسان هم موجود وو۔
نوې کابینې د سیمې، پریس کلب او خبریالانو لپاره د سهولتونو او اسانتیاوې پیدا کولو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه.





