د ټیسکو مشر سره یوه مهمه غونډه

باغی ټي وي رپورټ
د تحصيل لنډي کوتل اقلیتی مشر او ایم پي اې ولسن وزیر او د تحريک اصلاحات پاکستان ګوند متوقع چيئرمين شاه خالد شينواري نن د پيښور واپډا هاؤس کښي چيف ټيسکو قاضي طاهر سره د هغه په دفتر کښي وليدل۔ د ملاقات په مهال د لنډي کوتل ګريډ سټېشن د هائي ټرانسميشن لائن د برجونو د بیا رغونې په اړه تفصيلي خبرې اترې وشوې كوم چې درې ورځې وړاندې شاه ګې كښې ړنګ شوي دي.
چيف ټيسکو ته اوویلې شو چي د تيرو لسو کالو راهسي برجونه را غورزیږي چي له وجي ئي ټوله لنډي کوتل په تياره کښي ډوب شي او ددې سیمې خلق سختو ستونزو سره مخ شي۔
د ټيسکو له مشر څخه غوښتنه شوې چې د پېښې پلټنه وکړي او ددې برجونو په غورزولو کې ککړ کسانو په ضد دې کاروایی وکړي.





