د بلدیاتي ټاکنو امیدواران وس هم نتیجوته په انتظار دي

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا بلدياتي ټاکنو رسمي او دولتي نتيجې درې اوونۍ وروسته هم نه دي اعلان شوې.
د يادونې وړ ده چې اليکشن کميشن د دسمبر په ٢٩مه نېټه د کامياب شويو امیدوارانو د نتيجې اعلان کولو ژمنه او اعلان کړې وو خو تراوسه ددې ټاکنو د پایلو اعلان و نه کړې شو.
د یادونې ده چې په ۱۹ دسمبر د خیبرپښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي ټاکنې وشی، ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل لرې پرته سیمه کې په ټولو ۱۹ پولنګ سټیشنونو دا ټاکنې و نه شوی او حکومتي اعلان مطابق وایی چې په دې سیمه کې به بیا هم دې سټیشنو ټاکنې ترسره شي خو تراوسه ددې ټاکنو بله نیټه اعلان نه شوه.
د ا خبره هم د یادونې ده چې د تحصیل لنډیکوتل د تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره امیدوارانو الیکشن کمیشن ټریبیونل ته اپیل هم کړې ده چې په لنډیکوتل کې دې بیا ټاکنې ترسره شي.






