دوه ښځې او اته ماشومان د کوټو نړیدو له وجهې وژل شوي دي

0
132

باغی ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې د بارانونو او واورو ورېدو له امله د کورونو د چتونو د غورځېدو له امله دوه مېرمنې، اته ماشومان وژل شوي، ګڼ شمېر ټپيان او لسګونه څاروي هم وژل شوی دی.
د مشرق یو خبر مطابق په باړه کې د بارانونو د وجهې بېلا بېلو پېښو کې د کورونو د چتونو د پرېوتو له امله يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي او د شپږو ماشومانو په ګډون لس تنه نور ټپيان شوي دي.په دیربالا کې د محمد اسرار د نور ولي ځوی د کور چت د سختې واورې ورېدو له امله غورځېدلی دی. د اپر دیر په ډوګدره مینه سیمه کښي یوه مور د خپلو څلورو ماشومانو سره مړه شوه چې کله په دوی د کوټې چت راپریوتو او دا کورنې د چت لاندې ښخه شوه.

Leave a reply