اومي کرون نه پس د کورونا یو بل قسم هم مخې ته راغلې

باغی ټي وي رپورټ
د منځني ختیځ په قبرص هیواد کې د کرونا ویروس نوی ډول معلوم شوی دی.
د بهرنیو رسنیو له مخې د هندي ډول ډیلټا او د سویلي افریقا ډول اومي کرون وروسته د کورونا وایرس یو بل ډول څرګند شوی او دا ځل د قبرص ساینس پوهانو د نوي ډول د شتون دعوی هم کړې ده.
کوسټریکس، د قبرص د بیولوجیکل ساینس پروفیسر، دعوی کړې ده چې د کورونا وایرس نوی قسم د SARS کوډ 2 نوی ډول دې او دا د ډیلټا او اومي کرون یو ګډ قسم دې.
د قبرص پوهنتون د بایو ټیکنالوجي د لابراتوار مشر پروفیسور کوسټریکس د هغه د څیړنې په اساس دعوي کوي چې په قبرص کې د اومي کرون او ډیلټا یو عام ډول کشف شوی چې د ډیلټا کرون نوم ی ورکړې دې ، په دې کې د ډیلټا جینوم اومې کرون نښې موندل شوي چې دې له بیا هم دا نامه ورکړل شوه.






