چارواکي: د وروستیو اورښتونو لۀ امله د کجکي بند اوبه ډېرې شوي دي

0
267

چارواکي: د وروستیو اورښتونو لۀ امله د کجکي بند اوبه ډېرې شوي دي

د برېښنا رییس د دې ترڅنګ دا هم ویلي، چې اوس مهال د باراني اوبو له امله د برېښنا مزي (لینونه) زیانمن شوي، چې برېښنا پر ښار پرې شوې خو ټینګار کوي چې ژر به یاده ستونزه هواره شي.

 

(2022 / 1 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هلمند کې د برېښنا ریاست چارواکي وايي، د وروستیو بارانونو له کبله د کجکي بند کاسه کې اوبه ډېرې شوې دي، چې دامهال یې کچه تر ۵۰ متره پورې رسېږي.
په لښکرګاه کې د برېښنا ریاست رییس مولوی ایوب رسنیو ته وویل چې په نږدې وختونو کي به تر خپلې وروستۍ کچې ۷۷ متره ته ورسېږي.
د برېښنا رییس د دې ترڅنګ دا هم ویلي، چې اوس مهال د باراني اوبو له امله د برېښنا مزي (لینونه) زیانمن شوي، چې برېښنا پر ښار پرې شوې خو ټینګار کوي چې ژر به یاده ستونزه هواره شي.

Leave a reply