ایران او هند د افغانستان په اړه پر همکارۍ ټینګار کړی دی

ایران او هند د افغانستان په اړه پر همکارۍ ټینګار کړی دی
د عبداللهیان په خبره ایران له هند سره مرسته کوي چې د درملو او غنمو په څېر خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي او په چابهار بندر کې ددې چارې زمینه ورته برابروي.
(2022 / 1 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
ایراني لوري ویلي که چېرته هند له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پلان لري نو ایران تیار دی چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.
د عبداللهیان په خبره ایران له هند سره مرسته کوي چې د درملو او غنمو په څېر خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي او په چابهار بندر کې ددې چارې زمینه ورته برابروي.
اړوند موضوعات:
پاکستان لا هم د هند سلګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نده ورکړې
ایران داسې مهال دغه ژمنه کوي چې له څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم د پاکستان له لوري درول شوي او افغانستان ته د وړلو اجازه نه ورکوي.






