ایراني او افغان لوړ پوړو چارواکو پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي

ایراني او افغان لوړ پوړو چارواکو پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي
بلخوا ځينې رسنۍ بیا وايي چې ښایي افغان پلاوی په ایران کې له ځینو مېشتو افغان سیاسي څېرو سره وګوري، خو ا.ا په رسمي توګه دغه خبر نه دی تایید کړی او نه یې هم دې راپورونو ته غبرګون ښوودلی دی.
(2022 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د نوي حکومت لوړ پوړي پلاوي له ایراني چارواکو سره لومړنۍ لیدنې ترسره کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د متقي په مشرۍ پلاوی ایران ته رسېدلی دی او د ایراني چارواکو له لوري یې تود هرکلی شوی دی.
د ا.ا د ویاند مرستیال احمدالله وثیق بیا رسنیو ته ویلي چې دا سفر خورا مهم دی او په لړ کې به یې له ایراني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.
د دۀ په وینا اقتصادي اړیکې او له افغان کډوالو سره د ایران چلند هم ددې سفر عمده موضوعات دي.
بلخوا ځينې رسنۍ بیا وايي چې ښایي افغان پلاوی په ایران کې له ځینو مېشتو افغان سیاسي څېرو سره وګوري، خو ا.ا په رسمي توګه دغه خبر نه دی تایید کړی او نه یې هم دې راپورونو ته غبرګون ښوودلی دی.
ایران له افغانستان سره اوږده پوله لري، له نوي حکومت سره پر ښو اړیکو ټینګار کوي او په بېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.






