سمنګاني: د نظر اختلاف د درناوي وړ دی؛ خو پۀ دې شرط چې مخالفت د نورو پۀ اشاره نۀ وي 

0
200

سمنګاني: د نظر اختلاف د درناوي وړ دی؛ خو پۀ دې شرط چې مخالفت د نورو پۀ اشاره نۀ وي 

نوموړي ټينګار کړی، چې د نظر اختلاف د درناوي وړ دی او اړینه ده چې فکري مخالفان پر پردیو متکي نه وي.

سمنګاني نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، هغوی چې مخالف باورونه او نظریات لري او د نظام منتقد دي، خو افغانستان او د خلکو منځ کې پاتي، د درناوي وړ دي.

 

(2022 / 1 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني ویلي، اړتیا نشته، چې ټول له دوی سره او د دوی همفکره وي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د نظر اختلاف د درناوي وړ دی او اړینه ده چې فکري مخالفان پر پردیو متکي نه وي.

سمنګاني نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، هغوی چې مخالف باورونه او نظریات لري او د نظام منتقد دي، خو افغانستان او د خلکو منځ کې پاتي، د درناوي وړ دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت د نه اجازې په تړاو ځينې راپورونو خپاره شوي و.

افغانستان کې ځينو سیاسي څېرو ویلي، اسلامي امارت له هغو سیاسي ګوندونو چې د سیاسي فعالیت غوښتنه یې کړې، غوښتي چې د هغوی د سیاستونو په څنګ کې عمل وکړي.

Leave a reply