د لنډیکوتل پریس کلب نوې کابینې، اولنۍ غونډه وشوه

باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل پریس کلب د نوي کابینې لومړۍ غونډه نن ترسره شوه چې نن د پریس کلب د صدر محراب اپریدي په مشرۍ غونډه وشوه چې پکښې تفصیلي خبرې وشوې او په یوشمیر ټکو خبرې وشوې چې کابینې د ټولو غړو سره د یو ځای کار کولو او د خبریالانو سره اړوند مسلو او ددوی ستونزو هوراولو ژمنه وکړه.
د کابینې په غونډه کې څو مهم موضوعاتو باندې ټینګار وشو. په دې کې د پريس کلب ودانۍ جوړول، د پريس کلب اساسي قانون جوړول، د نوې کابينې د سوګند پورته کول، د پريس کلب لپاره فنډ، د اساسي قانون د مسودې د جوړیدو کمیټې جوړول، د ځای مسلو او ستونز و په اړه د مطبوعاتي غونډو پیل او په پریس کلب کې د غیر غړو او میلمنو لپاره د جلا خونو محدودول شامل دي.





