نصیب شاه شینواري
نن په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان د همکارۍ ټولنۍ تر سیوري لاندې د الخدمت فاونډیشن پاکستان لخوا د بشري مرستو نه ډک د ۲۱ لارۍ کاروان د تورخم په پوله افغان چارواکو ته وسپارل شو.
په دې موقع د د الخدمت فاونډیشن مشر خالد وقاص رسنیو ته وویل چې د غم په دې وخت کې الخدمت فاونډیشن د افغانستان له مظلومو خلکو سره شریک دې.
هغه زیاته کړه چې الخدمت فاونډیشن پاکستان تر دې دمه افغانستان ته د خوراکي توکو، درملو او ګرمو جامو ۲۷ لارۍ مرستې رسولي دي کومې چې اړمنو او مستحقو افغان کورنیو ته ورکړل شوي دي.
هغه وويل، چې په افغانستان کې په دې سخت ژمې کې واورې وریدلي دي او په ميليونونو خلک له د لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي، هغه زیاته کړه چې په دې ساړه کې ددوی ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي.
هغوی اوویل چې دافغان وګړو ته د خوراکي توکو، خيمو، ګرمو کمبلو، خيمو او داروګانو ډیره سخته اړتیا ده. هغوی اوویل چې د الخدمت فاونډیشن پاکستان له اړخه به افغان اولس سره بشري مرستي جاري وي.
پاک افغان د همکارۍ ټولنۍ تر سیوري لاندې د الخدمت فاونډیشن پاکستان له لوري بشري مرستې افغان چارواکو ته وسپارل شوې










Leave a Reply