موجوده حکومت نه اولس خلاصۍ غواړي: بلاول بهټو زرداري
موجوده حکومت نه اولس خلاصۍ غواړي: بلاول بهټو زرداري
د قبایلي اولس سره کړې ژمنې هم د پي ټي آیی حکومت نه دې پوره کړي: بلاول
باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د پنجاب د نهو ضلعو نه د ۸۰ نه زياتو بلدياتي نمائندګانو په پاکستان پیپلز پارټۍ کې د شاملیدو نه پس جوړې شوې دستورې ته په خپله وينا کښې اوويل چې پيپلز پارټئ کښې شامل شوو نوو غړو ته هرکلې او ستړي مشي وایم۔
بلاول زرداري وويل زراعت زمونږ د هیواد د اقتصاد یوه بنیادي او مهمه برخه ده، هغه اوویل چې زه دکروندګر وروڼو سره ولاړ یم، هغه زیاته کړه چې د پيپلز پارټۍ کارکنان يوه ورځ نوره هم انتظار نۀ شي کولى او پيپلزپارټۍ د فرورۍ په ٢٧مه د اسلام آباد په طرف د لانګ مارچ اعلان کړى دې .
هغه اوویل چې د د فرورۍ په ٢٧مه به اسلام اباد ته خامخا لانګ مارچ وکړي. هغه اوویل چې د قائداعظم مزار نه به اسلام آباد ته په هر صورت ته ځی، هغه اوویل چې د قامی اسمبلۍ د سپیکر خلاف د عدم اعتماد تحریک په اړه فیصله نه ده شوې.
بلاول بهټو اوویل چې عمران خان په هر چا تور لګوي چې غلا کوي خو په په خپله خان صاحب دا هیواد او اولس غریب کړی او خزانه او مال دولت یې زیاته کړې دې.
هغه اوویل چې ولس غریب دی او د هیواد لومړی وزیر شتمن شوی دی، عمران خان باید ځواب ورکړي، ایا دوی پټ کاروبار کوي؟ هغه دا هم اوویل چې عمران خان دې اووايي چې ده سره کوم داسې جادو دې چې شتمن شو.
بلاول زرداري وويل د پاکستان خلک دا مهال په سختو ستونزو کې دي، د پاکستان اقتصادي وضعه په تاريخ کې دومره خرابه نه وه خرابه شوې لکه وس په دې حکومت چې خراب شوې ده.
هغه اوویل چې په پيپلزپارټۍ کې شامل شوي خلک د خلکو په ستونزو ښه پوهيږي، د پاکستان خلک په هیواد کې د ګرانۍ له امله اندېښمن دي. حکومت له خلکو څخه د يو کروړ نوکريو د ورکولو وعده کړې وه، زه ستاسو مرستې او ملاتړ ته اړتيا لرم، د پاکستان خلک له حکومته خلاصون غواړي.
بلاول اوویل چې د پي ټي ايي په حکومت کې د هېواد اقتصاد تباه شوی او ټول نظام يې تباه کړی دی. په پنجاب کې بلدياتي ادارې د آرډيننس د لارې مخ په وړاندې ځي. هغه زیاته کړه چې پيپلز ګوند تل واک ورکړې دې او واک ی اخستې نه دې.
بلاول زرداري وويل، چې که بدلون غواړي او صوبو ته حقونه ورکړل شي نو باید چې بلدياتي نظام مضبوط کړې شي.
هغه اوویل چې د سنده په څير په پنجاب کې هم بلدياتي نظام غواړم او زیاته ی کړه چې هغه غواړي چې د پنجاب بلدياتي نظام دې نور هم پياوړی شي او قوي شي. هغه اوویل چې خلق بې روزګاره او بې کوره دي، ژوند او روزګار غواړي، بلاول زیاته کړه چې د مرکزي کمیټۍ په غونډه کې به خپله تګلاره اعلان کړي.
بلاول اوویل چې موجوده حکومت د فاټا له ولس سره کړې ژمنې پوره نه کړې، خلک له حکومته خلاصۍ غواړي او غواړي چې صفا شفاف انتخابات دې وشي، سي ای سي د منشور کمیټي او الیکشن کیټۍ جوړولو فیصله کړې ده.
بلاول زرداري زياته کړه چې پي ټي آئي د بهر نه حاصل شوې فنډ دجمهوري قوتونو په ضد استعمالوي، اليکشن کميشن دې د پي ټي ائي د بهرنۍ فنډنګ په معامله کارروائي وکړي، هغه اوویل چې زمونږ داقتصادي خودمختاري سودا کيږي، دملک ستونزې يواځې د جمهوریت له لارې هواریږي.هغه اوویل چې سي اي سي د افغان شخړې په اړه هم د انديښنې څرګندونه کړې ده.
بلاول اوویل چې پيپلز ګوند د پټروليم مصنوعاتو د بيو د زياتوالي په ضد په هر ښار کې لاريونونه کړي دي.
له دې وړاندې چېئرمېن بلاول بهټو زرداري دپنجاب د نهو ضلعو قصور، اوکاڑه، وهاڑي، ساهيوال، ملتان، جهنګ، ليه، اوکاړه او لودھران پشمول د ٨٠ نه زياتو پخوانيو بلدياتي ادارو استازو سره ملاقات وکړو، د پاکستان د بلدياتي ادارو پخوانيو استازو د ګل په ورځ د پاکستان له چيئرمين بلاول بوټو زرداري سره په بلاول هاؤس کښې د غرمې ډوډۍ په موقع وليدل.
په پاکستان پيپلز پارټۍ کې د قصور يونين کونسل پخوانې چيئرمېن کرامت علي، جواد رشيد ايډوکيټ، ملک طارق محمود او غلام محي الدين بهټي، پخوانې چيئرمېن سرفراز احمد ذکي، منشا کنډل، سرفراز احمد ډوګر، امداد احمد بهټي او جمشيد اسلم، پخوانې چيئرمېن د قصور يونين کونسل چيئرمېن رانجها بلوچ، چوهدري عبدالجبار، چوهدري محمد جميل، حاجي عبدالستار او چوهدري لياقت علي سنده، د قصور يونين کونسل پخواني چيئرمين چوهدري مشتاق احمد، اسلم میو، نجيب الله خان او شبير احمد بهټي، د قصور جنرل کونسلر ډاکټر اشرف چوهان، رانا محمد علي، اشتیاق احمد، ارشد بهټي، سرفراز احمد او فواد رشید، د قصور جنرل کونسلر حافظ ایم شامل شوي دي.
په پاکستان پيپلز پارټۍ کې نور مشران منظور احمد کھوکھر، عزيز خالد، شرافت علي، تاجر شاهد انجم او د قصور ميونسپل کميټې پخوانې چيئرمين سردار فيصل عطا ډوګر او د اوکاڑې پخوانې جنرل کونسلر ميا ادريس بهټي، د کسان اتحاد پنجاب صدر چوهدري اعجاز احمد ګل، د لاهور صدر د ډويژن ملک جهانزیب کالس او مرکزي ترجمان سردار سعید احمد ډوګر، با اثره شخصیتونو سردار داوود احمد، ملک فهد حسین اعوان او د لاهور بار کونسل غړي رانا انتظار احمد، د وهاڑي یونین کونسل پخوانی نائب چیرمین عص محمد، زاهد محمود، د وهاڑي جنرل کونسلر فیصل حمید، محمد افضل، عبدالرشید، محمد یوسف، نسرین بی بی او زاهد پرویز
د قصور پخوانې يونين کونسل ناظم رانا محمد اقبال، رانا شرافت علي خان او نويد اختر شيخ، چوهدري شهزاد پرويز، راو محمد جاويد او ملک محمد اشفاق، د قصور پخوانې نائب ناظم مهر محمد سرور، فرزانه عباس، د ساهيوال ميونسپل کارپوريشن پخوانې غړي او د ملتان میونسپل کارپوریشن پخوانۍ غړې حنا شاهد، د جهنګ میونسپل کارپوریشن پخوانۍ غړې زرینه شیخ او د جهنګ پخوانۍ جنرل کونسلر ارم اعجاز شامل دي. د لیه ضلعې کونسل پخوانۍ غړې شگفته حسین، اقبال بي بي او د اوکاڑه ضلعې کونسل پخوانۍ غړې شبانه امیر، د لودھران پخوانې تحصیل ناظم او د یو سی پخوانی چیئرمېن سید اصغر شاه شامل شول.