ا.ا: هېواد کې د وروستیو سیلابونو لۀ امله ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې 

0
82

ا.ا: هېواد کې د وروستیو سیلابونو لۀ امله ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې 

د چارواکو په خبره، په تېرو څو ورځو کې چې په هېواد کې واورې او بارانونه پیل شوي دي له امله یې سیلابونه راوتلي چې په نتیجه کې یې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

 

(2022 / 1   / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا چارواکي وایي چې په تېرو دریو ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې د وروستیو سلابونو له امله ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په خبره، په تېرو څو ورځو کې چې په هېواد کې واورې او بارانونه پیل شوي دي له امله یې سیلابونه راوتلي چې په نتیجه کې یې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

د دوی په خبره، دا کسان په نیمروز، هلمند، فراه، بدخشان، تخار، کندهار او کابل ولایتونو کې مړه او ټپيان شوي دي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې د هېواد هوا پیژندنې ادارې په ډېریو ولایتونو کې د وارو او بارانونو ورېدو له امله د سیلابونو راوتو خبرداری ورکړی وو.

Leave a reply